د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې چین د دوی د حکومت استازو ته د شانګهای د همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د دوی له مالي او ادارې معین محمد نعیم سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې.
ضیا احمد د چین د سفیر په حواله ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره تعامل لري او خپل هېواد کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.
ټاکل شوې د شانګهای سازمان سږنۍ غونډه د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې د چین په کوربه توب جوړه شي.
افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې د دغه سازمان څارونکی غړی و، خو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له راتګ وروسته د طالبانو غړو ته د دغه سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.