تمه ده د پاکستان د صداعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوی نن کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، "د دې سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورکړې وه".
اسحاق ډار به په دې سفر کې د طالبانو دحکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، په اقتصادي چارو کې د رییس والوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وګوري.
د سفر په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو بحث، سوداګرۍ، اتصال او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په ګډون د همکاریو پراخول شامل دي.
دا پلاوی داسې مهال کابل ته په سفر ځي چې په همدې روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته تللی و.
بل پلو بیا د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي په مشري یوه پلاوی پرون ماښام له اسلام اباده کابل ته ستون شو.