یو افغان په امریکا کې د ټاکنو په ورځ د حملې د پلان په خاطر مجرم وپېژندل شو

د ټاکنو د ورځې د برید د پلان په اړه د محکمې اسناد

یو افغان ځوان چې د امریکا په اوکلاهوما ښار کې د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی وو په خپل جرم اعتراف کړی.

د څارنوالانو په خبره اتلس کلن عبدالله حاجي زاده چې د اوکلاهوما په مور Moore کې اوسېده، د ترهګرۍ برید لپاره د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو او دسیسې جرم منلی.

عبدالله، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، د سزا په تمه دی او تر ۱۵ کلونو پورې په بند او دوه نیم لکو ډالرو جریمې سره مخ دی.

د محکمې اسناد ښيي حاجي زاده د زندان د دورې له تېرولو وروسته له امریکا څخه د ایستل کېدو له پرېکړې سره موافقه ښوولې.

د پنجشنبې په ورځ د عبدالله حاجي زاده وکیل، جیف بایرز سره پاتې شوي ټیلیفوني او بریښنالیک پیغامونه سمدلاسه هغه ته بېرته نه دي سپارل شوي.

د حاجي زاده ملګری – تورن، ۲۷ کلن، ناصر احمد توحیدي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیساتو لپاره د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، اوس مهال د اسلامي دولت ډلې ته د مادي ملاتړ چمتو کولو او د توطیې جوړولو په تور د محاکمې په تمه دی.

څارنوالان ادعا کوي چې حاجي زاده او توحیدي د AK-47 ټوپکونو او مهماتو ترلاسه کولو لپاره اقدام کړی وو او پلان یې درلود چې تېر کال د ټاکنو په ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه هدف وګرځوي او برید ترسره کړي.