د ملګرو ملتونو کارپوهانو په طالبانو غږ کړی چې اعدام او نورې بدني سزاوې بندې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په طالبانو غږ کړی چې سمدستي اعدام او نورې ټولې بدني سزاوې بندې کړي.

دغو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپره کړې د طالبانو له خوا د اعدام وروستۍ پېښې په کلکه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو اعدام او نورې سزاوې غیر انساني او د نړیوالو قوانینو په خلاف بللي.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څلور کسان په بادغیس، فراه او نیمروز کې د خلکو مخته اعدام کړل.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د اعدام دغو پېښو ته په شارې ویلي چې په عام محضر کې د اعدام تطبیق هېڅکله ان له دیني پلوه د دوی په خبره د توجیه وړ نه دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې اعدامونه وحشت زیاتوي او ټولنه د تاوتریخوالي په وړاندې بې حسه کوي.

د ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې یاده شوې چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لس کسان اعدام کړي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو نړیوالو بنسټونو او بشرپالانو له طالبانو مخکې هم غوښتي چې اعدام او نورې سزاوې بندې کړي خو د طالبانو حکومت وايي شریعت تطبیقوي.