د اوکراین پر جنوب ختیځ ښار دنیپرو د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه میرمنې او یو ماشوم وژل شوی او د درې ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.
د سیمې والي سیرهي لیساک تېره شپه پر خپل ټېلګرام چېنل لیکلي چې د پروني برید د ټپيانو له ډلې ۵ یې تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د دنیپرو ښاروال ویلي چې برید د ښاروالۍ ودانۍ ته په سل متري واټن کې شوی چې له کبله یې شاوخوا ۱۵ هستوګنیز کورونه تخریب شوي دي.
د برید له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د اور وژونکو د ژغورنې هڅې ښکاري.
پر اوکراین په دې وروستیو کې دغه خونړي بریدونه داسې مهال کیږي چې دغې جګړې ته اوس په نړیواله کچه د پای ته رسولو هڅې هم ډېرې شوي دي.