امریکایي چارواکي پاریس کې د اوکراین د جګړې او له ایران سره د شخړې پر مخنیوي خبرې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ارشیف

د امریکا دوه لوړپوړي چارواکي نن پنجشنبه ( د حمل ۲۸مه) په پاریس کې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو او له ایران سره د امریکا د احتمالي شخړې پر مخنیوي خبرې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د منځني ختیځ لپاره یې ځانګړی استازی سټیف ویټکوف د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د خبرو په هدف پاریس ته رسیدلي دي.

رویټرز لیکلي چې امریکایي چارواکي به د روسیې په اړه د اروپایي ټولنې اندیښنې اوري او د اوکراین د سولې د پلان پر څرنګوالي به خبرې کوي.

اروپایي مشران د ټرمپ پر هغې ډيپلوماسۍ خفه دي چې د اوکراین په جګړه کې یې خپله اوکراین پړ بللی دی.

د منځني ختیځ لپاره به د امریکا استازی له پاریس وروسته روم ته ولاړ شي او هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې وکړي.

ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی که ایران له اټومي پروګرامونو لاس وانخلي، د اسراییل په وسیله به برید پرې وکړي.