د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ.
د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي".
ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده.
د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل چې طالبان د " تعامل او اصلاح وړ" ډله نه ده او په وینا یې یوازنۍ حل لاره د دغه حکومت پرزول دي.
ښاغلي ضیا دغه څرګندونې د حزب اسلامي د دفترونو د تړلو په غبرګون کې کړي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته یې بلنه ورکړه چې د طالبانو ضد جبهو سره یوځای شي.
د طالبانو حکومت تراوسه د خپلو مخالفانو د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دغه ډلې "جګړه خوښونکې" بللې دي.