د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل د پاکستان د سفارت له سرپرست سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي او د افغان کډوالو پر ستونزو يې خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل نن دوشنبې د (اپریل۱۴مه) پر ایکس پاڼې لیکلي، " متقي په دې کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر نامناسب چلند خپله خواشیني له نظاماني سره شریکه کړې ده".
وړاندې د متقي په حواله راغلي، له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو دا ډول چلند د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوالی شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نظاماني له قوله ویلي، "د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه د طالبانو انديښنې مني او له اړونده چارواکو سره يې دا موضوع شریکه کړې ده".
پاکستان د اپریل میاشتې له پیله په زرهاوو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
دا کډوال وايي، پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلند کوي او د جبري اخراج سربیره اړ شوي خپل ټول مال او پانګې په پاکستان کې پریږدي او خالي لاس افغانستان ته ستانه شي.