د افغان ښځینه کریکټرانو د ملاتړ لپاره ځانګړی کاري ځواک او د ملاتړ صندق رامنځته کیږي

د افغانستان د نجونو کریکټ لوبغاړې، ارشیف

د افغانستان د نجونو کریکټ لوبغاړې، ارشیف

د کریکټ نړیواله شورا ( آی.سي.سي) وایي، د افغانستان د ښځینه کریکټ لوبډلې د ملاتړ په هدف، چې د طالبانو له راتګه وروسته جلاوطنه شوې، یو " ځانګړی کاري ځواک" رامنځته کوي.

کریک انفو ویبپاڼې د کریکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې چې پرون یکشنبه خپره شوې لیکلي چې دغه نوښت په هند کې د کریکټ د کنټرول د پلاوي، د اروپا مرکزي بانک او د استرالیا د کریکټ ادارې په همکارۍ ترسره کیږي.

له دې سره د ښځینه کریکټ لوبغاړو د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندق رامنځته کیږي چې ډاډ ترلاسه شي افغان کریکټرانې د لوبو د دوام لپاره د اړتیا وړ پیسې لري.

وړاندې راغلي چې افغان ښځینه کریکټ لوبډلې ته به تکړه او تجربه کاره روزونکي ګمارل کیږي چې دغه لوبډله وتوانیږي د لا غوړېدا فرصتونه پیدا کړي.

په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په نورو برخو کې پر محدودیت لګولو ښځې له ورزشي سیالیو منع شوې او ورزشي کلپونه یې په مخ وتړل شول.

له دې سره د افغانستان د کریکټ اکثره لوبغاړې له هېواده جلاوطنه او ګڼ شمېر یې استرالیا ته ولاړې.