د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ماموریت پای ته رسیدلی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن چې اوس یې دنده پای ته رسیدلې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د خپل ماموریت د پای ته رسېدو اعلان کړی دی.

نیکلاسن پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې په افغانستان کې یې خپل مسولیتونه د تېرې مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې پای ته رسیدلي دي.

هغه لیکلي، د ماموریت پای یې، د افغانستان په وړاندې د اروپایي ټولنې د سیاست د بدلون په معنا نه دی.

نیکلاسن زیاته کړې " اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خلکو ته د ژمنو او د دغې ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې په هدف خپل حضور ته دوام ورکړي."

د هغه په خبره، دا مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مسولیت د افغانستان او پاکستان لپاره د دغې ټولنې یوه ډيپلوماته درین دریا مخته وړي.

نیکلاسن ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره خپل ماموریت پیل کړ چې د ماموریت له پیل دوه میاشتې وروسته یې طالبان پر افغانستان واکمن شول.