د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف دفتر په ایران کې د اتو پاکستاني کارګرو وژنه غندلې او له تهرانه یې غوښتي چې د پيښې عاملین پیدا او سزا ورکړي.
د شریف دفتر پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا لیکلي چې یوشمېر وسله وال د شنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د مهرستان ښار یوې فابریکې ته ننوتلي او پر پاکستاني کارګرو یې، چې په خوب کې وو، ډزې کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ دغه پیښه " ترهګریزه" وبلله او وې ویل د عاملانو د نیولو لپاره به یې لازم اقدامات وکړي.
رادیو فردا لیکلي چې د پیښې مسولیت " د بلوڅانو د ازادي غوښتونکي پوځ" په نوم بیلتون پالې پاکستاني ډلې او دغه راز جیش العدل ډلې منلی دی.
د "بلوڅانو د ازادي غوښتونکي پوځ" د متحده ایالتونو، اروپایي ټولنې، بریتانیا او د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د ترهګریزې ډلې په توګه پيژندل کیږي.