د "هنګاو" په نوم د ایران د بشري حقونو یوه ډله وایي چې دغه هېواد کې پر دوو افغانانو د اعدام حکم عملي شوی دی.
دغه سازمان پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) پر خپله ویبپاڼه یوه راپور کې لیکلي چې د ربیع شامراد او وسیم احمد په نوم دغه کسان د شنبې په ورځ د قزوین په مرکزي زندان کې اعدام شول.
راپور کې راغلي چې ۲۷ کلن ربیع شامراد او ۴۰ کلن وسیم احمد د کندز ولایت اوسیدونکي دي او درې کاله وړاندې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.
د هنګاو په راپور کې راغلي چې دغه دوه کسان خوریی او ماما دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان تېره میاشت یوه راپور کې وویل چې تېر ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او ملاتړي د دغو اعدامونو له کبله پر ایران نیوکه کوي او وایي چې د تورنو کسانو دوسیو ته په عادلانه ډول رسیدګي نه کیږي او اکثره تورن مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري.