اسراییل غزه کې د عملیاتو د پراخوالي خبرداری ورکړی، له خلکو یې د تخلیې غوښتنه کړې

د اسراییل جګړه کې ویجاړه شوې غزه، ارشیف

د اسراییل جګړه کې ویجاړه شوې غزه، ارشیف

د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کتز په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراختیا خبرداری ورکړی دی.

کتز په یوه خبرپاڼه کې دغه خبرداری پرون شنبه وروسته له هغه ورکړ چې غزه کې يې پر یوه امنیتي دهلیز ولکه ټینګه کړه.

د فرانس پریس په وینا په دغې خبرپاڼه کې د غزې د خان یونس او شاوخوا سیمو له لسګونه زره اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپلې مېنې تخلیه کړي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوځل بیا د فلسطیني ډلې حماس د له منځه وړلو او د هغوی له منګولو د ټولو اسراییلي برمته شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

اسراییل دغه خبرداری داسې وخت ورکوي چې حماس وسله والې ډلې، چې امریکا او اوروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ویلي چې دوی د اوربند په هوکړه کې پرمختګ کړی دی.