په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهیرود په نوم سرحدي سړک د رغولو چارې به سږ کال بشپړې شي.
په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ایران یوه اقتصادي پلاوي د دغه سړک کار له نژدې کتلی دی.
یاد سړک د ایران د شمالي خراسان ولایت ماهیرود سیمه د فرا له ولایت سره نښلوي.
د ایران سفیر ویلي، د دغې لارې په جوړېدو به د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول مهاجر د یوه پلاوي په مشرۍ فرا ولایت ته تللی و او هلته یې د طالبانو له والي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.
ایران د سیمې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره غیر رسمي تعامل لري او طالبان هم ایران خپل ستراتیژیک ګاونډی بولي.