یوناما: د امربالمعروف قانون، د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا پیچلی کوي

د طالبانو امنیتي ځواکونه، ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت " یوناما" وایي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تطبیق به د دغه هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پیچلی کړي.

یوناما نن پنجنشنبه ( د حمل ۲۱مه) د دغه قانون د پلي کېدو او اغیزو په اړه خپل ځانګړي شپږ میاشتنې راپور کې ویلي چې یاد قانون د ملګرو ملتونو، موسسو، صندقونو او دغه راز عامو افغانانو وړتیاوې او ازادۍ اغیزمنې کړې دي.

د راپور له مخې په روغتیایي او تعلیمي سکتور، سوداګرۍ او دغه راز د نجونو او ښځو پر سفرونو او د جامو اغوستلو پر بڼه هم یاد قانون محدودیتونه زیات کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د امرباالمعروف او نهی عن المنکر قانون اعلان او رسمي جریده کې خپور کړ.

یوناما موندلې چې طالبانو د نورو قوانینو پرتله د دغه قانون پلې کېدو ته جدي هڅې کړي او په ۲۸ ولایتونو کې یې شاوخوا ۳۳۰۰ محتسبین ورته ګمارلي چې پراخ واکونه هم ورکړل شوي دي.

یوناما یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه قانون لغو کړي.

خو طالبان بیا یاد قانون اړین او هدف یې د ټولنې اصلاح بولي.