د ټرمپ ادارې یو شمیر هېوادونو ته د بشري مرستو د لیږد پروګرامونه بیا پیل کړي، خو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی

د ټرمپ ادارې د یو شمیر هېوادونو لپاره د بشري مرستو د لیږد لړۍ بیرته پیل کړې ده.

رویترز خبري اژانس د پنځو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت پرون سه شنبې پریکړې کړې چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بیړنیو خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه بیرته پیل کړي.

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پریکړه کړې د خپلو ټولو یا ډیرو بهرنیو مرستو پروګرامونه وتړي.

د رویټرز په ټکو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وه چې د افغانستان لپاره د خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه يې ځنډولي دي.

امریکا چې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد و، په داسې حال کې خپلې مرستې ځنډوي چې د ملګروملتونو د بیلابیلو ادارو د راپورونو له مخې په افغانستان کې څه باندې شل میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.