په دومینیکن جمهوریت کې د یو نایټ کلپ د چت د نړیدو په پېښه کې ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي

د دومینیکن جمهوریت چارواکي وايي چې د دې ټاپو په پلازمېنه کې د یوه نایټ کلپ د چت تر نړېدو وروسته، لږ تر لږه ۹۸ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د «جېټ سِټ» په نوم نایټ کلپ چت د سې شنبې سهار وختي د سانتو دومینګو په ښار کې راپریوت، او ژغورونکې ډلې لا هم د ملبې لرې کولو او د مړو او ټپیانو د راایستلو په حال کې دي.

ویل شوي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هلته یو کنسرت روان و، او یو شمېر سیاستوال، ورزشکاران او نور کسان پکې ګډون درلود.

خوان مانوئل مندز، چې د بیړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز مشر دی، د سې شنبې شپې وویل: "موږ د ملبې د لرې کولو او د خلکو د موندلو کار ته دوام ورکوو. موږ به پرته له ستړیا خلکو ته د رسېدو هڅه کوو."

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو پورې په دغه کلپ کې موجود وو، چې دا مرګونه پیښه د سې شنبې د سهار شاوخوا ۱۲:۴۴ بجې رامنځته شوه. دغه کلپ د ۷۰۰ ناستو چوکیو او شاوخوا ۱۰۰۰ ولاړو کسانو ظرفیت لري.

د دومینیکن جمهور رئیس څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته ولاړ او درې ورځنی ملي ماتم یې اعلان کړ.

د کلپ اداره په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې د څېړنې په برخه کې به له چارواکو سره «په بشپړه او شفافه توګه» همکاري کوي.

دومینیکن جمهوریت، چې د کارائیب په سیمه کې یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه شمېرل کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۱ میلیونو ډېر سیلانیان ورغلي دي.

سياحت د دې ټاپو د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.