امریکا پر افغانستان زیاته اندازه بشري مرستې درولي دي

له افغانستان سره بشري مرستې، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره بشري مرستې پای ته رسوي.

ټرمپ د دوشنبې په ماښام د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوه ګډ خبري کانفرانس پر مهال وویل " د بایډن ادارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته "ډېره اندازه پیسې" ورکړي دي.

بل لورته رویټرز خبري اژانس د څو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ ادارې پر افغانستان او یمن یوه زیاته اندازه بشري مرستې بندې کړي دي.

رویټرز د امریکا د نړيوالې پراختیا ادارې ( یو.ایس.اې.آی.ډې) د بشري مرستو د پخوانۍ مشرې سارا چارلز په حواله ویلي، د افغانستان په ګډون له څه باندې لسو هېوادونو سره هغه مرستې د تېرې اونۍ په پای کې ودرېدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو.ایس.اې.آی.ډي له خوا کیدلې.

که څه هم د دغو بندو شویو بشري مرستو اندازه معلومه نه ده، خو ملګرو ملتونو ویلي، امریکا د سږ کال له پيله تراوسه افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او تېر کال یې په همدې هدف افغانستان ته ۷۳۶ میلیونه ډالره لېږلي دي.