د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ د طالبانو له رییس الوزرا سره، ارشیف

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.

اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.

تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.