تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج، ارشیف

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.

پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.

د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.

د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.