د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.
هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»
د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.