د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره په کابل کې پرانیستل شوه

کابل- افغانستان

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پراختیا او همکارۍ ادارې دفتر په کابل کې بیا پرانیستل شو.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې دوشنبې( مارچ ۳۱) یې خپره کړه ویلي دي چې په دې دفتر کې د مارچ په لومړۍ نیمایي کې کار پيل شوی دی.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوسمهال د دغه هیواد د مرستو د څانګې څلور سویسي متخصصین او لس سیمه ییز کارمندان په دې دفتر کې په کار بوخت دي.

د سویس د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلې دي چې په افغانستان کې بشري بحران د نړۍ په کچه یو له بدو بحرانونو څخه دی او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته په نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان له نیمایي نفوس څخه ډیر بشري مرستو ته متحاجه دي.