امریکا د روسیې پر تيلو د تعرفې د دویم ځلي لوړولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه د اوکراین د سولې په اړه د ده د تګلارې خنډ شي، د دویم ځل لپاره به یې پر تیلو له پنځه ویشتو تر پنځوس فیصدو پورې تعرفه ولګوي.

ټرمپ پرون یکشنبه له ( این.بي.سي نیوز) سره په ټیلفوني مرکه کې وویل، د پوتین هغو خبرو " ډېر غسه کړی" چې ویلې يې دي، اوکراین کې دې انتقالي حکومت رامنځته شي.
پوتین غواړي چې اوکراین کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره اوسنی ولسمشر ولادمیر زلنسکي له صحنې لرې شي.

ټرمپ ویلي، که د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د اوکراین د سولې په اړه هوکړه ترلاسه نه شي، دی به د روسیې د سوداګرۍ په ضد دغه اقدامات پلي کړي.

ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو او بیا له لوړې وروسته په وار وار ویلي چې د اوکراین جګړه به ژر تر ژره پای ته رسوي.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پيل شوی چې لا هم دوام لري.