د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا ډله به ډېر ژر یو بل امریکايي بندي، فاۍ ډي هال، له زندانه خوشې کړي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالب چارواکو هم تر اوسه خپله ددې امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې یوه اونۍ مخکې هم طالبانو یو امریکايي وګړی، جورج ګلزمن، کابل ته د هغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړی و، چې زلمی خلیلزاد هم په کې شامل وي.
په واشنګټن کې چارواکي وایي، لا هم یو شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا بنديان دي، او هڅې روانې دي چې هغوی هم راخوشې شي.