سعودي عربستان یکشنبه اختر اعلان کړ

د ارشیف انځور

د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د مارچ پر ۳۰مه همدا یکشنبه به د کمکي اختر (شوال) لومړۍ ورځ وي.

العربیه تلویزون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، د سعودي شاهي سترې محکمې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په سدیر او تامیر سیمو کې د سپوږمۍ لیدلو په مرکزونو کې سپوږمۍ ولیدل شوه.

العربیه لیکي، د سعودي عربستان سترې محکمې یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو چې که چا سپوږمۍ په خپلو سترګو او یا هم دوربین په واسطه ولیده نو نږدې محکمې ته دې د شاهدۍ لپاره حاضر شي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې لا د دې خبر تر لیکلو پورې د اختر اعلان په رسمي ډول نه دی کړی خو معمولاً افغانستان کې اخترونه د سعودي عربستان له اعلان سره سم لمانځل کېږي.

د طالبانو د سترې محکمې مشر یا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم لیکلي چې د رویت هلال کمېټې کار روان کړی او د اختر اعلان به په رسمي توګه وشي.

بل پلو، د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو اداره (رویت هلال کمېټۍ) د مارچ پر ۳۰مه خپله غونډه کوي او د اختر اعلان به کوي. اټکل کېږي چې پاکستان به د مارچ ۳۱مه د دوشنبې په ورځ د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په وزیرستانونو کې ډېری وخت خلک د سعودي او افغانستان سره په یوه ورځ اختر کوي.