امریکا پریکړه کړې په موقتي ډول د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو پروژه بیا پيل کړي

د امریکا متحده ایالتونو پریکړه کړې ده چې هغه پروژه په موقتي ډول بیا پيل کړې چې د اوکرایني ماشومانو د اختطاف د ادعاوو مربوط ده.

روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د مارچ په میاشت کې پر اوکراین برید وکړ، د دې حملې له پيله تر اوسه داسې راپورونه خپاره شوې دي چې روسیې یو شمیر اوکرایني ماشومان ورسره خپلې خاورې ته وړې دي.

ماسکو دا ادعا رد کړې ده.

له څو کلونو راهیسې د امریکا له لورې د دې تمویلیدونکې پروژې هڅې چې د ییل پوهنتون هم پکې ونډه لرله، د دې سبب شوه چې د نړیوالې جزایي محکمې له لورې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د کرملین د ماشومانو پر مدافع وکیل تورونه ولګول شي.

د ییل پوهنتون څیړونکو موندلې ده چې پوتین او د روسیې یوشمیر نور جګپوړي چارواکي په مستقیم ډول د داسې تنظیم شوي کمپاین برخه دي، چې د روسیې تر واک لاندې اوکراینیي سیمو څخه ماشومان روسیې ته انتقالوي او هلته یې د اوړي کمپونو او یوشمیر کورونو ته سپاري چې په خپله خوښه دې چارې ته چمتو کیږي.

څیړونکو ویلي دي چې دا چاره د ماشومانو د پلرونو او میندو یا هم قانوني سرپرستانو له پیژندلو پرته ترسره شوې ده.

د روانې میاشتې په پيل کې د ییل مرکز اجراییوي رییس ناتانیل رمند د ازادې اروپا ازادي راډیو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې تمویل درولی چې هغه دا اقدام د جنګي جنایتونو د ثبت هڅو ته یو ستر ګوزار بللی و.

د ټرمپ ادارې هم څېړونکو ته اجازه نه وه ورکړې چې خپل ثبوتونه د نړیوالې جزایي محکمې څارنوالانو ته وسپاري. سپینې ماڼۍ د هاګ نړیوالې محکمې ته سخت غبرګون ښودلی و، آن تر دې چې د دې محکمې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.

خو د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د دې اونۍ په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپله پریکړه بېرته واخیسته او د څېړونکو لپاره یې د ۶ اوونیو اضافي تمویل برابر کړ، څو دوی خپل راټول شوي ثبوتونه د اروپايي اتحادیې د پولیسو ادارې ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د دې پرېکړې په اړه تبصره نه ده کړې او نه هم ریمنډ سره سمدستي اړیکه نیول شوې ده.