اوچا: د بودیجې د کمښت له کبله میلیونونه افغانان له روغتیایي خدماتو بې‌برخې کېدلی شي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) خبرداری ورکړ که سمه بودیجه ترلاسه نه کړي، سږکال به په افغانستان کې تر اووه میلیونه ډير کسان له وړیا روغتیایي خدماتو بې برخې شي.

د اوچا په راپور کې چې پنجشنبه( د وري اوومه) یې خپور کړ، راغلې دي چې د ښځو او نجونو په برخه کې د طالبانو سختې تګلارې د دې سبب شوې دي چې هغوی سمې مرستې ترلاسه نه کړي.

طالبان تل دا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې ښځو او نجونو ته حقوق ورکړې دي، خو د بشري حقونو فعالان تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدو ته په اشارې سره، طالبان د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونو تورنوي.