د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس وسله واله ډله پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، " په هره اندازه چې حماس د برمته وو له خوشي کیدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي".
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د حماس له خوا د ۲۵۱ برمته وو له ډلې ۵۸ يې لا هم په غزه کې ساتل کیږي.
له وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و، د برمته وو له ډلې ۳۴ تنه يې وژل شوي دي.
نتانیاهو په داسې حال کې د غزې د یو شمیر سیمو د بیرته نیولو خبره کوي چې په سلهاوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په پراخو لاریونونو کې په غزه کې د جګړي د پایته رسولو غوښتنه کوله.
د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۵۰زره کسان وژل شوي دي.
دا شمیرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.