اسلام اباد؛ په پاکستان د چینايي کارکوونکو د امنیت ساتنه مو ملي مسولیت دی

بیجینګ او اسلام اباد په ګډه په پاکستان کې د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه کار پیل کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د چهارشنبې په ورځ، د (اپریل په ۲۶مه) د چین په هاینان ولایت کې د بائو اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې د چینايي کارکونکو ساتنه د پاکستان ملي مسولیت دی او اسلام اباد په دې برخه کې هر ممکنه هڅه کوي.

هغه وويل، دواړه هېوادونه د معلوماتو د شريکولو په برخه کې له نږدې کار کوي څو ډاډ ترلاسه شي چې په پاکستان کې چينايي اتباع خوندي دي.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې په یوه چاودنه کې دوه چینایي اتباع ووژل شول.

تر دې مخکې، د همدې کال په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بریدګرو په یوه برید کې پنځه نور چینایان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

له دې مرګونی بریدونو وروسته، بیجینګ پر اسلام اباد فشار راوړه چې د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره جدي امنیتي تدابیر ونیسي.