د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه سازمان د پلاوي مشرې روزا اتونبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د بانکدارۍ او خصوصي سکتور د ننګونو د هواري لپاره هڅې کوي.
د دغه وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد د سلواغې په ٦مه، په خپله ایکس پاڼه کې د یادې غونډې يو انځور په خپرولو سره ليکلي، دواړو لورو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.
ښاغلي ضیا احمد د امیر خان متقي له قوله وویلی "که د طالبانو نظرونو ته درناوی وشي، دوی به په مختلفو سکتورونو کې له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي. "
دغه راز ويل شوي چې مېرمن اتونبايوا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې د خپلو خبرو او په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د غځولو په اړه معلومات ورکړل.
یونما تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
د روانې میاشتې په ۲۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
طالبانو د دغه عمل په غبرګون کې له یوناما څخه وغوښتل چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته پام وکړي.