یوناما؛ د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو انزوا، بشري او اقتصادي ستونزو ته لار هوارول دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د څلورم پرله پسې کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان د افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د (وری په ۶)مه په خپله وېب پاڼه کې د روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز به د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

د میرمن اوتونبایوا په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي بلکې د ټولو افغانانو پر سولې او هوساینې هم منفي اغیزه کوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د انزوا یو له اصلي لاملونو څخه دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو سم دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده کړو منع کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز له ۲ میلیونو څخه زیاتې افغان نجونې اغیزمنې کړي او سږ کال ۴۰۰ زره نوري نجونې هم له دې ډلې سره یوځای شوې دي.

د دې سازمان په وینا، که چیرې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړې بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له څلورو ملیونو څخه ډیرې نجونې به اغیزمنې شي.