د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، سوریه د تشدد او هوساینې ترمنځ پر دوه لارې ولاړه ده

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ګایر پیدیرسن

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، سوریه پر داسې یوه دوه لارې ولاړه ده چې یا به بېرته د تشدد خوا ته ځي یا د سولې پر لور.

ګېیر پیدیرسن پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل په سوریه کې به یا بیا جګړې پیل شي او یا به د ټولو اړخونو په ګډون د هوساینې پر لور ولاړه شي او د څو لسیزو کړکېچ به یې پای ته ورسېږي.

ښاغلي پیدیرسن زیاته کړه چې د کړکېچ، انقطاب او د سوریې پر ملي حاکمیت د تېري وضعیت ته باید اجازه ورنه کړل شي. د هغه په وینا د هوساینې پر لور د سوریې خوځېدل ممکن دي خو د سوریې د مشرانو سمو پرېکړو او د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

د سوریې ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه په تېره ډسمبر میاشت کې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ د وسله والو د ناڅاپي عملیاتو په نتیجه کې پای ته ورسېده او له دې سره د اسد د کورنۍ څه باندې پنځوس کلنه واکمني پای ته ورسېده، خو په دې وروستیو کې د واکمن نظام او د اسد رژیم ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول چې تر ډېره د اسد د کورنۍ له اړوند علوي اقلیت سره تړلي دي.