ایران: له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې نه کوو خو د ټرمپ لیک ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړو

د ایران د بهرنیوچارو وزیر یوځل بیا له متحدوایالتونو سره د مستقیمو خبرو احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر وروستي لیک ته به په وخت سره ځواب وویل شي.

عباس عراقچي د ارمنستان په پلازمېنه ایراوان کې له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره په ګډه خبري غونډه کې د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو د ارمني څانګې د خبریال دې پوښتنې ته چې آیا تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبرو ته چمتو دی، په ځواب کې وویل چې هېواد به یې د ډېر فشار، پوځي ګواښ او اقتصادي بندیزونو د پراخېدو په صورت کې له امریکا سره مستقیمې خبرې ونه کړي.

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ستیف ویتکاف د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز خبري شبکې سره د خبرو پرمهال پر دې خبره چې امریکا به ایران ته د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنه کړي، د ټینګار ترڅنګ وویل، د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ته د ولسمشر ډونالډټرمپ لیک، د ایران د اټومي پروګرام پروړاندې د نظامي اقدام د مخنیوي یوه هڅه ده.

ښاغلي ټرمپ درې اونۍ مخکې فاکس نیوز ټلویزیون ته وویل خامنه يي ته یې یو لیک استولی چې هغه ته یې د مستقیمو خبرو وړاندیز پکې کړی دی.