د استانبول د ښاروال د نیول پرضد د اعتراضونو دوام، معترضان د عدالت غوښتنه کوي

په ترکیه کې د حکومت مخالف معترضان د استانبول د ښاروال د بندي کولو پرضد د شپږو پرله پسې شپو د اعتراضونو او له پولیسو سره د نښتو په دوام وايي دوی وايي چمتو دي چې خپلو مظاهرو ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکړي.

معترضانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ادعا رد کړه چې وايي، د دوی دا مظاهرې به چې ده تش نمایش بللی دی آخر پای ته ورسېږي.

په ترکیه کې د تېرو څو لسیزو ترټولو پراخې مظاهرې تېره اونۍ وروسته له هغه پیل شوې چې د اردوغان لوی سیال د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو. معترضانو، مخالفو ګوندونو، اروپايي مشرانو او د بشري حقونو ډلو ټولو دا یو غیر ډیموکراتیک او سیاسي اقدام بللی دی.

له دې اقدام وروسته د ترکیې د بېلابېلو ښارونو په مرکزي چوکونو، واټونو او پوهنتونونو کې هر ماښام زرګونه کسان راټولېږي، د اردوغان پرضد شعارونه ورکوي او نه یوازې له زندانه د امام اوغلو د خلاصون بلکې د حق او عدالت د تطبیق غوښتنه کوي.