د ټرمپ د حکومت د ملي امنیت سلاکار: د ایران د اټومي پروګرام ختمول د امریکا اساسي هدف دی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، د امریکا هدف دا دی چې د ایران اټومي پروګرام ختم کړي.
والټز دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ له "سي‌بي‌اس" خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې. نوموړې دا څرګندونې د ایران رهبر ته د ولسمشر ټرمپ له خوا د استول شوي لیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او ویې ویل. "ټول انتخابونه مخ ته پراته دي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هیلې په بشپړ ډول تېر شي."
مایک والټز دا هم وویل چې د امریکا له خوا په تېره یوه اوونۍ کې پر یمن کې د ایران پلوه حوثي جنګیالیو پر هدفونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي مشران، چې یو یې د میزایلو متخصص و، وژل شوي دي.
ده نور جزیات ورنه کړل.

د ایران د اټومي پروګرام څارونکي باور لري چې د دې هېواد اټومي پروګرام په تېرو څلورو کلونو کې پرمختګ کړی، او اوس له تر بل هر وخت د اټومي وسلو د جوړولو ظرفيت ته ډېر نږدې شوی دی.
خو ایران وایي، دوی د اټومي وسلو جوړولو هڅه نه کوي او اټومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.