د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د طالبانو له چارواکو سره د خبرو پرمهال

پاکستان او د طالبانو حکومتونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي او د دواړو ملتونو د ګډې ګټې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې «په کابل کې مې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل. موږ له افغانستان سره د دوامداره تعامل او د متقابلو ګټورو اړیکو ژمنه بیا تائید کړه.»

هغه زیاته کړه: "دواړو لوریو موافقه وکړه چې د جګپوړو چارواکو ترمنځ تعامل او خبرې اترې پراخې کړي، ترڅو دوه‌اړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې شي.»

د پاکستان ځانګړي استازي، صادق خان، تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه کابل ته سفر کړی و. هماغه مهال پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمباري وکړه چې لسګونه ملکي وګړي یې په لړ کې ووژل شول.

له امیرخان متقي سره د صادق خان د کتنې په اړه د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسته "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د دیپلوماتیکو همکاریو لوړولو، د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ پراخولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو اړوندو مسایلو حل ته ځانګړې شوې وه.»