د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې ډیورند کرښې ته نژدې ۱۶ وسله وال مخالفان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا کسان یې تېره شبه هغه مهال ووژل چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوښتل.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی یو شمېر وسله والو مخالفانو هڅه کوله ډیورند کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان اړوند، غلام خان کلي ته ننوځي.
پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د دوی وسله وال مخالفان د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد برید وکړي.