د شنبې په ورځ (د حمل ۲مه) لسګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
د افغانستان د متقاعدینو د اتحادیې مشر افندي سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مالیې وزارت په دې وروستیو کې د متقاعدینو د معاشونو لپاره یو مهالویش چمتو کړی چې له مخې به یې د ځینو متقاعدینو معاشونه په اوږد مهاله ډول ورکړل شي.
ښاغلي سنګر زیاته کړه چې"دوی د دې لپاره تقسیم اوقات چمتو کړي، او هر وزارت ته هره میاشت وخت ورکول شوي. موږ انتظار کوو، لکه څنګه چې مونږ نظامي وګړي یو، زموږ نوبت به د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې راشي. نور وزارتونه هم ورته وختونه لري او دوی به مهال ویش سره سم فعالیت وکړي. دا هغه څه دي چې طالبانو مونږ ته وویل. ایا دا به ترسره شي یا نه، دا بل ګام دی، مګر د هغو کسانو لپاره چې د اسلامي امارت په جریان کې تقاعد شوي دي د هغو نه ځينو کسانو ته ویشل شوی دی."
د هغه په وينا، د تقاعد شويو کسانو ټول شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره کسان دي ، چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.