د حماس مشر صلاح البردویل د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو

غزه، دیرالبلاح- پر یوه ودانۍ د اسراییلو له هوايي برید وروسته (آرشیف)

د حماس چارواکي وايي چې د دې ډلې یو سیاسي مشر صلاح البردویل نن یکشنبې د غزې په خان یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

د رویټرز په وینا، یوې حماس پلوې رسنۍ ویلي چې پر البردویل سربیره، د هغه میرمن هم په دې برید کې وژل شوې ده.

اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حماس د مشرتابه د رسنیو سلاکار طاهر النونو په خپل فیسبوک کې د البردویل په مړینه خواشیني څرګنده کړه.

د یکشنبې په سهار د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.

د اسراییلو الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړل.