د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به په ناروې کې د افغانستان سفارت بیا په کار پیل وکړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې چې پکې په ناروې کې مېشتو افغانانو او نورو مراجعینو ته خبر ورکړل شوی چې په پلازمېنه اوسلو کې به د افغانستان سفارت قونسلۍ خدمتونه د ۱۴۰۴ کال د حمل له څلورمې نیټې بیا پیل کړي.
په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ خدمتونو بیا پیل یو مثبت ګام بللی دی.
د راپورونو له مخې، په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په دولسمه د ناروې د حکومت په غوښتنه وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول، چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې نور به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو، چې چارې یې د پخواني حکومت چارواکي سمبالوي، له لوري صادر شوي اسناد ونهمني.
خپله د ناروي دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.