امریکایی وګړی جورج ګلزمن چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له بنده خوشې شو پرون متحدوایالتونو ته ورسېد.
ځینو امریکايي رسنیو بېګا هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې نوموړی متحدوایالاتو ته د رسېدو، له الوتکې د کښته کېدو او د خپلې کورنۍ له غړو سره د روغبړ په حال کې ښيي.
ګلزمن په دې ویډیوګانو کې د خبرو پرمهال وايي چې فکر کوي له سره زېږېدلی او له دې چې خوشې شوی دی، د ډېری خوښي احساس لري.
نوموړی کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر او د طالبانو له چارواکو سره د دې پلاوي د غړو له لیدنې وروسته خوشې شو.
په دې پلاوي کې د اسیرانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اډام بویلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شامل وو.
یاد پلاوي د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.