د نوروز په مناسبت د افغان او نړیوالو مشرانو پیغامونه؛ کرزي یو ځل بیا د نجونو د زده کړو غوښتنه وکړه

د جمعې په ورځ  د افغانستان، ایران او د منځنۍ آسیا په یو شمېر هیوادونو کې د نوي کال لومړۍ ورځ ، نوروز- ولمانځل شو.

د افغانستان او نړۍ یو شمېر مشرانو د نوي کال، نوروز په مناسبت د مبارکۍ پیغامونو کې د خلکو د هوساینې او سوله‌ییز ژوند لپاره هیلې څرګندې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې یو ځل بیا او په ټینګار د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو دوی هم وکولی شي د خپلو وروڼو په څېر زده‌کړې وکړي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.

د افغانستان د پخواني حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله تمه ښودلې چې په راتلونکي کال کې، په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط مهیا او د هېوادوالو د ښځینه او نارینه‌ وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوروز په مناسبت پیغام کې ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو په استازیتوب، خپل د زړه له کومې تبریکات له خوښیو ډک یو نوروز لپاره وړاندې کوم. نوروز مو بختور.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، زموږ په جګړه‌ ځپلې، ویشل شوې او له لانجو ډکې نړۍ کې، د نوروز ماهیت یوه باارزښته ډالۍ ده. هیله‌مند یم چې نوروز د ټولو لپاره سوله، سلامتي او خوشحالي له ځان سره ولري.

په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ مخکې، د نوروز ورځ عمومي رخصتي وه او حکومت او خلکو نوروز او د نوي هجري لمریز کال پیل، په ځانګړو مراسمو سره لمانځل، خو دې حکومت عمومي رخصتي او د نوروز رسمي مراسم لغوه کړي دي.