یونیسف په افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره یوسل او پنځه شپیته ښوونځي جوړوي

په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک شوی دی په دې ښوونځیو کې به لمریزې تختې د بریښنا لپاره ولګول شي، همداراز به تشنابونه او څاګانې زده کوونکو ته جوړ شي.

د جاپان په ملاتړ یونیسف د ملګرو ملتو له پراختیایي پروګرام ( یو این ډي پي) سره دا ښوونځي د افغانستان په ختیځ، جنوب او مرکزي سیمو کې ودانوي چې تر درې دیرش زره ډيرې نجونې او هلکان به ګټه ترې واخلي.

د دې ښوونځیو د ودانیدو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دی چې نن د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ ده او لاهم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د مکتبونو د پرانیستو په اړه څه ژمنه نه ده شوې.