ټاکل شوې چې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوې بریتانوي جوړه نن پنجشنبه ( د کب ۳۰مه) محکمې ته حاضره شي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې تېره شپه ناوخته د دغې جوړې د کورنۍ د غړو په حواله ویلي چې ۷۹ کلن پیټر رینولډز او میرمن یې ۷۵ کلنه باربي نن محکمه کیږي.
پر هغوی د لګول شویو تورونو جزیات معلوم نه دي.
دغه عمر خوړلې جوړه تېره میاشت په بامیان ولایت کې ونیول شوه.
د ګارډین د راپور له مخې، پیټر رینولدز په یوه تیلفوني مکالمه کې د کابل د پل چرخي له زندانه خپلې کورنۍ ته د محکمې د ورځې خبر ورکړی دی.
د دغې جوړې لور سارا انتویسټل ګارډین ته ویلي، ژوره اندیښنه لري چې ممکن پلار او مور یې عادلانه محاکمه نه شي.
نوموړې وړاندې تر دې د خپل پلار د روغتیایي وضعیت په اړه هم اندیښنه ښودلې وه او ویلې یې و چې هغه د زړه له ناروغۍ کړېږي.
طالبانو د دغې بریتانوۍ جوړې نیول تایید کړي، خو پر هغوی د لګېدلو تورونو جزیات یې نه دي ورکړي.