د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او نړیواله ټولنه باید د دې ډلو د ملاتړ په برخه کې د طالبانو پر رول خبر وي.
نوموړي دا څرګندونې پرون سه شنبې د (مارچ۱۸مه) د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت کمیټې ته په علني غونډه کې وکړې.
هغه خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور کولی شي ګاونډیو هېوادونو ته هم خپور شي، او له سیمهییزو هېوادونو يې وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.
بوټو دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر اورګاډي په یوه برید کې له ۴۰۰ زیات کسان یرغمل شول.
د "بلوچ ازادي غوښتونکو" ډلې د برید مسولیت ومانه.
د پاکستان د حکومت استخباراتي ادارو ویلي وو، په دې برید کې بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې وو.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ هم ادعا کړې وه چې برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.
که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت د بلاول بوټو زرداري تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې د پاکستان د حکومت ورته اعادوې رد کړي دي.