نن د تورخم دروازه پرانستل کیږي

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ولایتې ادارې ویاند قاضي ملا عادل رسنیو ته په استولي ویډیو پیغام کې ویلي چې د دواړو لوریو د مسئولينو د هوکړې له مخې نن د چهارشنبې ورځ مازديګر څلور بجې تورخم دروازه د سوداګرۍ او بېړنيو ناروغانو پرمخ پرانیستل کيږي.

نوموړي ویلي چې د دغه هوکړې له مخې به د راتلونکې جمعې په ورځ یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې به بشپړ ډول خلاصه شي.

د ملا عادل دا هم ویلي چې پاکستاني لوری هڅه کوي چې د جمعې ورځې پورې د مسافرينو تګ راتګ په موخه خپل سيستمونه فعال کړي چې ور سره به دواړو لورو ته بند پاتې مسافرين تګ راتګ پيل کړي.

د تورخم دروازه پنځه ویشت ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۱ مه کرښې ته نږدې د طالبانو له لوري د یوې پوستې په غبرګون کې پاکستاني لوري وتړل شوه، چې له امله یې دواړو لوریو ته په زرګونه مسافر او دغه راز زرګونه په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاتې شول.

د دغه دروازې د خلاصون په هدف دوه ځل د دواړو اړخونو سوداګرو او قومي مشرانو هم د جرګې په بڼه ناستې وکړې.

د جرګې یو شمېر غړو ازادي راډيو ته وویل چې د جرګې په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه چې د داوړو اړخونو کمیساران به د چهارشنبې په ورځ ناسته کوي او د تورخم دروازې د خلاصون په سر به خبرې کوي.