د امریکا پوځ یوځل بیا په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي

د یمن پلازمېنه صنعا د مارچ ۱۵مه (آرشیف)

د امریکا پوځ د یمن په بېلابېلو سیمو او له هغې ډلې په صعده ولایت کې د لسو هوايي حملو په ترڅ کې یوځل بیا د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

رویټرز خبري آژانس د حوثيانو د رسنیو په حواله خبر ورکوي چې د امریکا جنګي الوتکو د ایران پلوې حوثي ډلې مرکزونه په نښه کړل. حوثيانو تېره اونۍ اعلان وکړ چې له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لپاره په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کشتیو بیا حملې پیلوي.

د حوثي ډلې پوځي ویاند یحیی سریه نن وویل چې دې ډلې په سره سمندرګي کې د دښمن حرکات تشخیص کړي دي چې غواړي پر یمن هوايي حملې وکړي.

سریه د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د امریکا د جنګي الوتکو وړونکې یو اس اس هري اس ټرومن او نورې پوځي کشتۍ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي او د متحدایالاتو هڅې یې شنډې کړې دي.