د پاکستان صدراعظم د هېواد له سیاسي مشرانو غوښتي دي چې د پوره ځواک په کارولو سره د وسله والو ډلو د ځپلو په چاره کې د حکومت ملاتړ وکړي.
بلوڅ بېلتونپالو تېره اونۍ د یو اورګاډي سلګونه سپرلۍ یرغمل کړې او د چارواکو په وینا ۲۶ یرغمل یې ووژل. وروسته دولتي ځواکونو په عملیاتو کې بیا ۳۳ تنه بریدکوونکي هم ووژل شول.
صدراعظم شهباز شریف پرون وویل چې ده له دې حملې وروسته د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت د کمیټې غونډه راوبلله چې د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم ګډون پکې کړی و. د پاکستان حکومت په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې له وسله والو سره د مقابلې لپاره د حکومت د پوره قوت د کارولو او د ستراتیژیک او متحد سیاسي اقدام پر اړتیا ټینګار وشو او په وینا یې ګډونوالو د تروریزم پرضد د مبارزې لپاره د ملي اجماع غوښتنه وکړه.
ښاغلي شریف وویل چې غونډې په یوه آواز د بلوچستان پېښه وغندله خو زیاته يې کړه چې دی له دې کبله خواشینی دی چې د پخواني صدراعظم عمران خان تحریک انصاف ګوند دا غونډه تحریم کړه.
ښاغلي شریف که څه هم د کومې ځانګړې ډلې نوم یاد نه کړ خو په پاکستان کې د ډېری وروستیو حملو پړه د بلوڅانو د آزادي بښونکي پوځ په نوم وسله والې ډلې او د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلې ده.