د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو، د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې او د دې ادارې د دوو چارواکو کېري لېک او ویکتور مورالیز پرضد محکمې ته شکایت کړی څو د دې راډیو د فدرال تخصیص د بندولو د هڅې مخه ونیسي.
ښاغلی مورالیز د متحدوایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې سرپرست اجراییه رییس او مېرمن لېک یې جګپوړې سلاکاره ده.
په دعوه کې استدلال شوی چې د آزادې اروپا، آزادي راډیو ته د هغه تخصیص مخنیوی چې د امریکا کانګرس تصویب کړی له فدرال قوانینو او اساسي قانون سره په ټکر کې دی ځکه چې دا قوانین د فدرالي ادارو د لګښتونو په مسئله کې کانګرس ته ځانګړی صلاحیت ورکوي.
آزادۍ راډیو چې مرکز یې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې دی، خپل دا شکایت د واشنګټن ډي سي محکمې ته وړاندې کړی دی. د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو عمومي رییس سټیفن کاپوس په یوه بیان کې ویلي دی باور لري چې دا دعوه ګټي او زیاتوي چې د دې راډیو د بندېدو لپاره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مستبدانو خوشالي له وخته مخکې ده.
پرون له دې مخکې د اروپايي ټولنې سیاستوالو وویل چې دوی به د آزادۍ راديو د احتمالي مالي ملاتړ په اړه هڅو ته دوام ورکړي.