ملګروملتونو امنیت شورا: طالبان دې د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز لیرې کړي

د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي.

امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د ماموریت د تمدید لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس په یوه بیان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په غبرګون کې وویل، د ملګروملتونو استازولي باید د افغانستان او ملګروملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او افغانانو ته په ملګروملتونو کې د افغانستان د کرسۍ پر سپارلو تمرکز وکړي.

. د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا تېره اونۍ د امنیت شورا غونډې ته وویل، که طالبان په رښتیا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ګډون غواړي نو باید په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي. د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت د پای ته رسولو لپاره د مرستې غوښتنه هم وکړه او همداراز په دې هېواد کې تروریستي حملې یې وغندلې.